طالبانو تیره اونۍ ۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده


د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په دې موده کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۵ نور یې ژوبل کړي دي.

د یادې شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د سولې خبرو په درشل کې د وسله والو طالبانو یادې کړني او د بریدونو زیاتوالی د سولې خبرې زیانمنولی شي.

  • 21 چنګاښ 1399